– کابل /د سلواغې ٢٦مه /باختر
په لوګر کې د هوايي بريد په بهيرکې ٨ ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول او ٤ نور ټپيان شول.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ دغه طالبان د بره کي برک ولسوالۍ د کاکوى زيارت په کلي کې په ماين ښخولوبوخت و چې د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمد زي باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې ٨ ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول او ٤ نورطالبان ټپيان شول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج –ا
16 د یوې دقیقې څخه لږ