نړۍ

داروپا پوليسو په اروپا او مريکا کې دتروريستي بريد خبر دارى ورکړ

 مادريد   داپه  خبري آژانس  باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
داروپا دپوليسو مرکزي دفتر  اروپايي هيوادونو او امريکا ته په دغو هېوادونو کې دتروريستي بريدونو د احتمال په نسبت  خبردارى ورکړ.
اسپانوي خبري اژانس   ( افه ) اعلام وکړ چې   داسپانيا  له تروريزم سره  دمبارزې دپوليسو  خبرځايونو نن ، تيره  اوونۍ  داروپا دپوليسو له مرکزي دفتر څخه ددغه خبر دارى ورکوونکي پيغام ترلاسه کول تائيد کړل.
ددغه خبرله مخې :  داروپا دپوليسو مرکزي دفتر  داروپايي هېوادونو او دامريکا  امنيتي  ځواکونو او اردو ته   په نږدې  راتلوونکي کې داروپا په  خاوره او يا امريکا کې  دتروريستي بريد داحتمال په نسبت خبردارى ورکړ.
داروپادپوليسو دڅرګندونوله مخې :  ښايي  تروريستان  غواړي په انفرادي ډول په تروريستي بريدلاس پورې کړي اوپه دې بريد کې هلې ځلې کوي چې  دپوليسو  يا اردو په مامورينو بريد وکړي  او وسله يې ترلاسه کړي اوله هغه وروسته په هغو کسانو  چې په شاوخوا کې يې ويني  ډزې وکړي .
داروپا پوليسو اعلام وکړ چې دغه خبردارى  احتياطي اړخ لري ځکه  دغه شان پيښې  ثابتې شوې نه دي  خو داروپا پوليس عقيده لري  چې ښايي  دغه شان بريد وشي   اوپه همدې دليل يې وپتيله  چې  په اروپا او امريکا کې دپوليسو او داردو ځواکونو ته خبرورکړ ي .
داروپا پوليسو اسپانيا ته  په  خپل خبرداري کې وويل چې ښايي  دتروريستانو بريدونه   دنړيوالې اتلوالۍ دباسکتبال دلوبو دترسره کولو په بهيرکې  اويا مخکې ترسره شي .
دنړيوالې اتلوالۍ دباسکتبال دسياليو اوولسمه دوره  د٢٤ټيمونو په ګډون  په شپږو ډلو کې  دوږي دمياشتې  له ٨ نيټې څخه  تر ٢٦ نيټې پورې  په اسپانيا کې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته