روغتیا

د عامې روغتیا وزارت سېلاو ځپلو ته لازم تدبیرونه نیولي دي .

کابل د وږي ۱۳ باختر په چاریکارو کې د سېلاونو د راوتلو له امله د عامې روغتیا وزارت د دغو سېلاونو له امله ټپیانو او ناروغانوته لازم تدبېرونه نیولي دي . د باختر اژانس د خبر له مخې ، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر اکمل سمسور په یوې خبرې ناسته کې وویل : د ټپیانو او ناروغانو د درملنې په خاطر دوه موقت کلینيکونه جوړ شوي دي. سرچينه زياتوي چې دغه راز د سېلاو ځپلو ولایتونو ناروغانو ته د ۲۰۰ تر ۵۰۰ د درملو کیټونه استول شوي دي. باید وویل شي چې وروستیو سېلاونو د چاریکارو اوسېدونکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي. سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته