امنیت

د بريفتل شپږ کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
په بر يفتل کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو دشفق ٢ چاڼيزو عمليات د دې سبب شول چې دبر يفتل شپږ کلي پاک شي
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال محمد نبي بيان دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو ګډو چاڼيزو عملياتو کې تراوسه پورې د دوى د ډلې ملا سيد احمد په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په بر يفتل ولسوالۍ کې شپږ کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :په سيمه کې د واورو اورښتونو  پوځي عمليات له ډب سره مخامخ کړي دي خو امنيتي ځواکونه تراوسه پورې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمې تر بشپړې پاکولو پورې خپلو عملياتو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته