روغتیا

په بغلان کې سل زره څاروي واکسين شول

بغلان باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
په بغلان ولايت کې د څارويو د بروسلوز ناروغۍ د تطبيق پروګرام پاى ته ورسيد.
په دغه پروګرام کې په سلو زرو څارويو د بروسلوز واکسين تطبيق شو.
دغه پروګرام يوه مياشت مخکې د بغلان ولايت د کرنې او اوبولګولو رياست له خوا د پلخمري ښار په پنځلسو اداري واحدونوکې پيل شوى و.
د کرنې او اوبولګولو رياست  لوى مدير عبدالستار احمدي د باختر آژانس  سيمه ييزخبريال ته وويل چې دغه پروګرام انسانانو ته د دغې ناروغۍ د خپريدو او هم د څارويو د له منځه وړلو د مخنيوي په خاطر پيل شوى دى.
احمدي وويل: د دغه پروګرام له پيل څخه تر اوسه پورې يوسلو يوزر او پنځه سوه خوسکي او پسونه د څارويو په دوه پنځوس کلينيکونوکې واکسين شوي دي.
ده زياته کړه: په روان کال کې د بغلان ولايت د کرنې او اوبولګولو رياست له خوا د بروسلوز د واکسين د تطبيق لپاره پنځه ميليونه او پنځه سوه زره دوزه د څارويو د طاعون واکسين په وړيا ډول دتطبيق په مقصدکلينيکونو ته ورکړ شوي دي.
ده زياته کړه: هره ورځ د څارويو په پنځوسوکلينيکونوکې له پنځو څخه تر شپږو 
زرو پورې وزې، پسونه او خوسکي واکسين کيږي.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته