امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان دجوزجان ولايت  دقوش تيپې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې د دوو ډلو وسله والو طالبانو ترمنځ  نښته کې ووژل شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله  ترکستاني باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په قاري  ضيا او قاري حکمت پورې اړوند کسان وو چې دجوزجان ولايت دقوش تيپې  ولسوالۍ  په چارساکلي کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دې  نښته کې له ښکيلو لورو څخه اووه تنه نور ټپيان شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته