سیاست

د افغانستان او سریلانکا جمهورو رئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ

کابل_باختر د کب دمياشتې ١٦مه:
د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي او د سریلانکا د جمهوررئیس مهیندا راجاپاسکا په حضورکې، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ نن غرمه د کولمبو په ښار کې د همکاریو یو موافقه لیک او درې د تفاهم یاد داشتونه لاس لیک شول.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي ته نن سهار د سرلانکا د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د دغه هېواد د جمهوررئیس مهیندا راجا پاسکا لخوا په داسې حال کې په رسمي ډول هرکلی وویل شو چې د افغانستان او سریلانکا ملي سرودونه غږول کېدل او د درناوي په دود د توپ ۲۱ ډزې  هم وشوې.
د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو او او لوړ پوړو هیاتونو په دوه اړخیزو لیدنو کتنو کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا، په بېلابېلو ساحو، په ځانګړي ډول د امنیتي همکاریو او لوړو زده کړو په برخه کې د تجربو د شریکولو او د علاقې وړ یو شمېر نورو موضوع ګانو په باب بحث او خبرې اترې وکړې.
د سریلانکا جمهوررئیس د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي او ملګري پلاوي ته یې د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د تاریخ  په ډیر حساس پړاو کې د هغه د فعالې رهبرۍ او همدا راز په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د جمهوررئیس کرزي د هڅو ستاینه وکړه.
مهیندا راجاپاسکا د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو راتلونکي انتخابات یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله.
مهیندا راجاپاسکا وویل چې د سریلانکا او افغانستان ترمنځ دوستي ټینګه ده او زموږ نننۍ ناسته او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم لیکونو لاسلیک، دغه اړیکې او دوستي لا ټينګوي.
په مقابل کې جمهوررئیس کرزي د سریلانکا د جمهوررئیس له هرکلي او تودې میلمه پالنۍ له امله مننه وکړه او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې دوستۍ او فرهنګ ښکارندوی وبلله.
حامدکرزي په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په هغه هېوادکې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې لاس ته راوړنو او پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دغه پرمختګونه کولای شي د افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره ښه مثالونه و اوسي. جمهوررئیس زیاته کړه: سوله د یوه هېواد د سوکالۍ او آرامتیا ښه تضمین کوونکې ده.
جمهوررئیس کرزي په سریلانکا کې د معتبرو تحصیلي بنسټونو شتون ته په پاملرنې سره، له جمهوررئیس مهیندا راجاپاسکا څخه وغوښتل چې د افغانستان د دولت په لګښت د طب او انجنیرۍ په برخوکې دې تحصیلي بورسونه د افغان ځوانانو په واک کې ورکړي.
د دغو مذاکرو په پای کې، د جمهوررئیس کرزي او د سریلانکا د جمهوررئیس په حضورکې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یو موافقه لیک او د تفاهم درې یادداشتونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شول.
د دواړو هېوادونو د لوړو زده کړو وزیرانو پوهاند ډاکتر عبیدالله عبید او اس بی دیسانایګ د لوړ زده کړو په برخه کې د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې د هغه له مخې به  په سریلانکا کې افغان ځوانانو ته د زده کړې او د روزنیزو پروګرامونو لپاره به استادانو او مسلکي کارکوونکو ته د تجربو د شریکولو زمینه برابره شي.
همدا راز د روغتیا په برخه کې د همکاریو تفاهم لیک د هېواد د عامې روغتیا د وزیرې ډاکترې ثریا دلیل او د سریلانکا د روغتیا د وزیر مایتریپا سری سینا لخوا لاسلیک شو چې له مخې یې افغان روغتیایي کارکوونکي د سریلانکا د عامې روغتیا وزارت لخوا په بېلابېلو برخوکې روزل کیږي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزیرې آمنې افضلي او د سریلانکا د استخدام،انکشاف او سوکالۍ د وزیر لخوا په افغانستان کې د سریلانکا د بشري ځواک د استخدام په اړه یو موافقه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د سریلانکا متخصصین د دواړو هېوادونو د قوانینو په رڼا کې په افغانستان کې استخدام شي.
درېیم تفاهم لیک  د کرکټ، فوټبال او ګلف د ورزشي همکاریو په برخه کې لاسلیک شو چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دغو برخوکې د پروګرامونو تبادله صورت ومومي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته