کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٣١ :
د امريکا د دفاع وزارت وياند ويلي دي چې امريکا پاکستان ته د ٥٠ ميليونه ډالره مرسته نه ورکوي، ځکه د ده د څرګندونوله مخې د امريکا د دفاع د وزير جيمزمتيس په دې باور دى چې پاکستان په دغه هېوادکې د حقاني شبکې پرضد کافي هلې ځلې نه دي کړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د افغانستان جمهوري رياست وايي: پاکستان ته د لسګونو ميليونو ډالرو پوځي مرستو د نه ورکولو په باب د دفاع وزارت تصميم به د حقاني شبکې او نورو تروريستي ډلو د فعاليتونو په ﻻره کې بې اغيزې نه وي او د افغانستان حکومت د امريکا د دغه اقدام هرکلى کوي.
د جمهوري رياست د وياند مرستيال دواخان مينه پال وويل: د افغانستان حکومت د تروريزم په ملاتړو هېوادونو او په هغو هېوادونو چې د تروريزم ځالې پکې دي، د زور اچولو ملاتړ کوي.
ده وويل: د افغانستان حکومت غوښتنه دا ده، په ټولو هغو هېوادونو چې د تروريزم تر شا ولاړ دي او په هغوکې د تروريزم منابع شته او تمويليږي، فشار راوړل شي.
دا لومړى ځل نه دى چې د امريکا د دفاع وزارت پاکستان ته د مرستو په نه ورکولو اقدام کوي. تېرکال هم پاکستان ته د امريکا ٣٠٠ ميليونه ډالره مرسته ورنه کړې شوه. ټاکل شوې وه په ٢٠١٦ م کال کې له امريکا څخه ٩٠٠ ميليونه ډالره مرسته ترلاسه کړي، خو د ٥٥٠ ميليونو ډالرو په ترلاسه کولو بريالى شو. د نورو پنځوسوميليونو ډالرو د ورکولو لپاره په امريکا کې خبرې دوام لري اوپه پاى کې د امريکا د دفاع د وزير جميز متيس له خوا تصميم ونيول شو چې دغه پيسې بايد پاکستان ته ورنه کړى شي .
پاکستان پخوا ويلي دي چې د ټولو ډار اچوونکو ډلو پرخلاف يې اقدام کړى دى.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: د حقاني شبکه په پاکستان کې شتون نلري او د دغې شبکې غړي افغانستان ته تښتيدلي دي.
خو د امريکا د دفاع وزارت وياند ويلي دي : پاکستان اوس هم وخت لري چې د حقاني شبکې پرخلاف اقدام وکړي چې د ده د څرګندونوله مخې اسلام آباد وکولاى شي راتلوونکي کال له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د امريکا له مرستو څخه ګټه واخلي .
0 1 دقیقه لوستل