امنیت

د افغانستان په جنوب کې د ډار اچوونکو پرضد عملياتوکې داعشيانو ته دروند زيان واوښت

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
په زابل ولايت کې د ډار اچوونکو پرضد عملياتوکې داعشيانو ته درانده زيانونه اوښتي دي.
دغه عمليات درې ورځې مخکې د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون د هوايي قوتونو په ملاتړ په ارغنداب ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونه ترسره شول او دغه راز دوام لري.
د دغو پوځي عملياتو په بهيرکې د څلورو قوماندانانو په ګډون درې ويشت تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو داعشيانو له تيرې شپې تر نن سهار پورې بريدونه شوي دي .
په زابل ولايت کې يوه پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې د داعشيانو د څلورو تنو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې درې ويشت تنه ووژل شول.
ده وويل: پوځيانو تر اوسه پورې په دې بريالي شوي دي څو کلي د داعشيانو له شتون څخه پاک کړي.
پرون سهار هم د دغو پوځي عملياتو په بهيرکې اوولس تنه ډار اچوونکي داعشيان ووژل شول.
پوځي مقامات وايي چې داعشيان د افغانستان په جنوب کې د خپلو فعاليتونو د پياوړتيا په هڅه کې دي.
دوى وايي چې پوځيانو له دغې ډار اچوونکې ډلې سره د مبارزې چمتو والى لري. په همدې حال کې د افغانستان په جنوب کې سيمه ييز مسوولين او قومي مخور وايي چې داعشيان د طالبانو په ډلې پورې اړوند دي چې په ښکاره له دغې ډلې سره يوځاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته