امنیت

وسله والوکسانو يوه ښځينه پوليسه ووژله

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
ناپيژاندو وسله والوکسانو يوه ښځينه پوليسه په فراه ولايت کې شهيده کړه.
ويل کيږي وسله والوکسانو دغه ښځينه پوليسه لومړۍ مسموه او وروسته يې د چړو په ګوزار سره شهيده کړه.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد افغان د دغې پيښې په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پوليسه د فراه ښار په يوه پوسته کې ښځينه سپرلۍ لټولې چې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا شهيده شوه.
افغان زياته کړه: دوه تنه موټرسايکل سپرو چې يوې بوقره په سر و، د پوليسودغې پوستې ته ننوت، لومړى دغه پوليسه مسمومه کړه او وروسته يې د چړو په ګوزارونو سره شهيده کړه.
ده وويل: د دغې پيښې عاملين له سيمې څخه تښتيدلي دي او امنيتي ځواکونو د هغو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته