کابل باختر دکب پنځلسمه :
دسيمه ئيزو پوليسو يوقوماندان پرون په قندهار ولايت کې دوسله والويرغلګرو په بريد کې شهيد شو .
عمر ګل قوماندان په ارغنداب ولسوالۍ کې دوسله والو کسانو په ډزو سره شهيد کړى شو .
دقندهار ولايت يوه امنيتي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه بريد کې دعمر ګل په نامه دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان شهيد شو او درې تنه نور ټپيان شول .
مر ګل په سنګين ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله .
يرغلګر له ډزو وروسته تښتيدلي دي او امنيتي مقامات وايي چې ددوى دپيژندلو لپاره هلې ځلې او پلټنې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ