امنیت

د روزګان – قندهار د لویې لارې تړل کېدل څلورمې ورځې ته وغځېدل

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
وسله والو طالبانو له تېرې دوشنبې راهېسې د روزګان – قندهار لویه لاره د ملکي وګړو پرمخ تړلې ده.
د روزګان موټر چلوونکو د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې وسله والو طالبانو ورته  یو لیک استولی او په لیک کې یې لیکلي چې  دغه لاره به تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې وې.
د روزګان ـ قندهار لویې لارې تړل کېدل نه یوازې دا چې په دواړو ولایتونو کې مسافر بند پاتې دي، بلکې په روزګان کې یې د خوراکي توکو د بیو په لوړوالي هم اغیز کړی دی.
په روزګان کې بند پاتې مسافر وايي که وسله وال طالبان یاده لاره نه خلاصوي، دولت دې ورته فرعي لارې خلاصې کړي.
خو امنیتي مسوولین وايي چې فرعي لارې له ماینونو ډکې دي او دا چاره به د دې لامل شي چې د لسګونو ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ شي، آن دا چې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.
بل خوا له روزګان څخه قندهار ته تلونکي مسافر چې په ترينکوټ کې د قندهار په اډه کې له ناروغانو سره ناست دي وايي چې د لارې په تړل کيدو سره له زياتو ستونزو سره مخ دي او ناروغان يې مرګي حال پراته دي.
دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې د قندهار – روزګان لويه لاره دې  د ملکي خلکو پرمخ خلاصه کړي.
په ورته وخت کې د روزګان امنيه قومندان شفيق الله سهار وايي د مرکزي ادارې سره يې د يادې لارې د تړل کېدو ستونزه شريکه کړې او پلان لري چې دغه لاره د نظامي عملياتو له لارې د ملکي خلکو پرمخ خلاصه کړي.
د روزګان – قندهار ترمنځ لويه لاره يوه له هغو لارو څخه شمېل کېږي چې د روزګان اوسېدونکو ته ټول خوراکي او غير خوراکي توکي له همدې لارې انتقالېږي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته