کابل باخترد لړم د مياشتې ١٦ :
دغزني ولايت په مرکز کې ديوه روغتيايي کلينيک دودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
دغزني ولايت دعامې روغتيارئيسې ډاکترې ضياګل اسفندي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ټاکل شوې ده ددغه روغتيايي کلينيک ودانۍ په راتلوونکو شپږ و مياشتو کې دغزني ولايت په مرکز قلعه جوس کې جوړه شي.
ده وويل چې دغه ودانۍ د اوو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې دعامې روغتيا وزارت په پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي اوله ټولو تجهيزاتو سره به يې اووه خونې ولري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ