امنیت

دسولې له بهير سره دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دکوه بند ولسوالۍ لپاره دنومول شوي ولسوال پيوستون .

کابل باختر دسلواغې  دريمه :
دکاپيسا ولايت سيمه ئيز مسوولان وايي چې د مولوي عبدالرب په مشرۍ  يوه شپږ پنځوس  کسيزه ډله وسله وال طالبان  دکاپيسا ولايت دکوه بند په ولسوالۍ کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکاپيسا والي عبدالطيف  مرادي خبريالانو ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دکاپيسا ولايت دکوه بند ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي عبدالرب  له خپلو  ټولو افرادو  او وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شوى دى .
  ددغې  ډلې مشر مولوي  عبدالرب وويل چې مخکې  له دې ددولت پرخلاف  جنګيده او دنظام  په رښتينوالۍ په پوهيدو سره يې له مخالفت  څخه لاس واخيست او له دې وروسته به دسولې او امنيت دتامينولو او دملي وحدت په لاره کې  له خپلو افرادو سره يوځاى هڅه او هاند وکړي .
ختم_  سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته