امنیت

د دريو تنو تروريستانو نيول کيدل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٠  :
درې تنه تروريستان د ملي امنيت د ځواکونوله خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول.
د قندهار ولايت د ملي امنيت رياست يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل:  دغه کسان کله چې په قندهار ولايت کې په خپل پټنځي کې د يولړ تروريستي عملياتو په طرحه کولو بوخت وو، ونيول شول. نيول شوي کسان د زابل ولايت اوسيدونکي دي .
خبر ځاى وويل: دغوکسانو په ډاراچوونکو او تروريستي فعاليتونوکې لاس درلود.
دغو کسانو د تروريستي عملياتو د ترسره کولو په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى .
پيښه تر څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته