کابل باختر د سلواغې نولسمه :
اته تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې دپوځيانو په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
په دغو ډار اچوونکو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دنورستان ولايت په ځينو سيمو کې بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې اته تنه کورني او بهرني ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل دغه ډار اچوونکي په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې دنورستان ولايت په بيلابيلو سيمو کې بريدونه پرې وشول .
دغه بريدونه دافغانستان دځمکنيو او هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه بريدونه دطالبانو او داعشيانو پورې داړوندو ډار اچوونکو په څومرکزونو شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په نورستان کې ددغو بريدونو له پيل څخه تراوسه پورې په لسګونوکورني اوبهرني ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو تنه نورټپيان شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل