کابل باختر د تلي دريمه :
وسله والو طالبانو پرون دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو په سنګرونو بريدونه وکړل چې له مقابل بريد سره مخامخ شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر آمر مسعود راشد باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې جګړه کې دامنيتي ځواکونو له خوا پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې جګړه کې دامنيتي ځواکونو دوه تنه منسوبين شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول او امنيتي حالت عادي شوى او طالبان تښتيدلې دي .