ښوونه او روزنه

په قندهارکې شپږ شپيتو ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر دمرغومي يوولسمه
د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره پرون د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا کيښودل شوه .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته  خبر ورکړ: د دغو پروژو کار د هېواد د جمهور رييس د لارښوونې له مخې د «اقراﺀ» پروګرام په چوکاټ کې چې د هېواد په کچه کار کوي، پيل شو .
  د دغه پروګرام له لارې د هېواد په ګوټ ګوټ کې دشپږ زره ښوونځيو ودانۍ جوړيږي چې له دې جملې څخه ۶۶ ودانۍ په قندهار ولايت کې جوړيږي . 
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په پنجوايي ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د قندهار د والي مرستيال، د دغه ولايت د پنجوايي ولسوال، دکليو دبيا جوړولو او پراختيا او د پوهنې رييسانو په خپلو خبروکې د قندهار ولايت د ښوونځيو زده کوونکو ته د زده کړې د ښه چاپيريال د برابرولو په لاره کې د دغو ښوونځيو د ودانۍ جوړول يو ارزښتناک اقدام وباله او پوهنې ته د حکومت د مشرتابه پاملرنه يې وستايله.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته