امنیت

په بګرام کې دبهرنيو او دملي اردو دځواکونو په ګډ کاروان بريد .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دهېواد دملي اردو او دبهرنيو ځواکونو په ګډ کاروان پرون ځانمرګى بريد وشو .
  دبګرام  ولسوالۍ امنيه قوماندان احمد خان احمدزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ځانمرګي يرغلګر دقلعه نصرو  په کلي کې  دبهرني  او افغان ځواکونو په کاروان بريد وکړ .
دده دڅرګندونوله مخې: ددغه بريد له امله درې تنه سرتيري ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې دبهرنيو ځواکونو دمرګ ژوبلې  په  باب  تراوسه پورې خبر نه دى ترلاسه شوى او ښايي چې په دې بريد کې بهرنيو ځواکونو ته دسرزيان  اوښتى  وي
  ويل کيزي  چې دبهرنيو ځواکونوکاروان په بګرام ولسوالۍ کې  دګزمې  په حال کې وو چې ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر  هغوى ته څيرمه  وچاوه .
دبګرام  ولسوالۍ   دبهرنيو ځواکونو يوه پوځي سيمه ده چې مخکې له دې هم په دې سيمه کې  دبهرنيو ځواکونو په کاروان په وار وار  بريدونه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته