امنیت

د ننګرهار ولايت دعدليې په رياست ديرغلګرو دبريد له امله دوه تنه شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دننګرهار ولايت دعدليې رياست په تاسيساتو ديوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو دبريد له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او اته  تنه نور ټپيان شول
نن سهار دنهو بجو په  شاوخواکې دريو تنو وسله والو ځانمرګويرغلګرو دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې په دغې سيمه ئيزې ادارې بريد وکړ .
لومړي يوه ځانمرګي  يرغلګر ځان دننګرهار ولايت دعدليې رياست دتاسيساتو ددروازې په وړاندې وچاوه او وروسته دوو تنو نورو يرغلګرو له امنيتي ځواکونوسره په جګړې لاس پورې کړ .
ديرغلګرو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه له غرمې وروسته ديوې نيمې بجې  په شاوخوا کې پاى ته ورسيده .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد دباختراژانس خبريال ګلستان  غالب ته وويل چې په دې بريد کې دننګرهار ولايت دعدليې رياست يوکارکوونکي او ددغې ادارې يوملازم شهيدان شول .
ده وويل چې يرغلګر دامنيتي ځواکونو دډزو په بهير کې يوپه بل پسې وځپل شول .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس نجيب الله کامه وال وايي چې په دې تروريستي بريد کې اته تنه ټپيان شوي دي .
ددغې پيښې په ټپيانو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امنيتي مامورين شامل دي
ډاکترانو ددغې پيښې دڅه ناڅه پنځوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې په دې بريد کې څه ناڅه  پنځه تنه امنيتي ځواکونه هم شهيدان شوي دي خو سيمه ئيزو مسوولينو دغه ادعا رده کړه
  نن سهار او تيره شپه دافغانستان په ځينوسيموکې تروريستي پيښې  شوي دي
امنيتي مقامات دپاکستان داستخباراتو سازمان آى اس آى ددغو تروريستي بريدونو اصلي عامل بولي .
دوي وايي پاکستان غواړي چې دوسله والو طالبانو په وسيله دافغانستان امنيت اوانتخابات ګډوډه کړي 
په  همدې حال کې دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت مسوولين په افغانستان کې دهر راز تروريستي ګواښونو په وړاندې دتياري خبرې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته