کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
په تخار ولايت کې د ١٣٩٥ کال د ښوونځيو د زده کوونکو لومړنۍ احصايوي سروې پيل شوه .
د هېواد د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې؛ دتخار ولايت دښوونځيو د زده کوونکو احصايوي سروې په رسمي ډول دپوهنې د رياست دسرپرست، تدريسي مرستيال او ښوونکو له خوا د شهيد ډاکتر سيدعبدالرحمن د تجربوي ښوونځي په انګړکې پيل شوه .
د پوهنې رياست سرپرست ددغه پروګرام دپيل په مراسموکې وويل؛ دغه پروګرام د زده کوونکو ددقيق شمېر، پيژندنې او شفافيت لپاره ډير اغيزمن دى. هيله ده چې دغه پروګرام په دقيق او هر اړخيز ډول ترسره شي ترڅو د هغو جدي ستونزو مخه ونيول شي چې پخوا موجودې وې.
د پوهنې رياست سرپرست زياته کړه: دغه پروګرام دلومړي ځل لپاره دافغانستان په کچه په تخار ولايت کې پيل شوى دى چې دا په خپله د تخار پتمنو خلکو ته يو ستر برياليتوب دى .
ددغه پروګرام پيل کولاى شي د تخار ولايت د پوهنې په مربوطاتوکې آسانتياوې رامنځته کړي .
0 1 دقیقه لوستل