نيويارک نيوزنو باختر دتلې دمياشتې ٢٦ :
دملګرو د سازمان سرمنشي بان کي مون په يوې بيړنۍ غوښتنه کې د ايبولا د ناروغۍ پرخلاف د مبارزې لپاره د زياتو پيسو غوښتنه وکړه .
د هغو يو ملياردو ډالرو پرځاى چې د ملګروملتو سازمان د يو خاص صندوق لپاره غوښتي و ، تراوسه پورې دغه مرسته نږدې اته سوه زرو يورو ته رسيدلې ده.
دملګروملتو سازمان غواړي چې په دغه ځانګړي صندوق سره د ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په باب يو نرم غبرګون وښيي.
د نړۍ د روغتيايي سازمان د خبرله مخې : تراوسه پورې د ايبولا د ويروس له امله نږدې څلور زره پنځه سوه تنه وژل شوي دي .
تراوسه پورې د ايبولا په ناروغۍ اخته نهه زره تنه ثبت شوي دي .
د نړۍ د روغتيايي سازمان مامورين فکر کوي چې ښايي د لړم ترمياشتې پورې په هره اوونۍ کې په لويديځه افريقا کې لس زره تنه انسانان په دې ناروغۍ اخته شي.
2 1 دقیقه لوستل