کابل باختر دزمري پنځمه :
اووه تنه تروريستان په جوزجان ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و په اقچې ولسوالۍ کې دپوځيانو په ځانګړو عملياتو کې نيول شوي دي .
په جوزجان ولايت کې دپوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ. په دغو پوځي عملياتو کې دطالبانو دډلې اووه تنه غړي نيول شوي دي .
ده زياته کړه دغه طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شول .
له دغو کسانو څخه څوجنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې شپږ تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ