روغتیا

په پکتيا کې يوولس ماشومان دوالګي ناروغي له امله مړه شوي دي . ١٩-کابل باختر د دلوي ٢٦

په پکتيا ولايت کې په دې وروستيو ورځو کې  يوولس تنه ماشومان په والګي ناروغي  داخته کيدو له امله مړه شوي دي .

 دګرديز ښار دملګي روغتون  سرطبيب  ډاکتر حيات ګل  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه ماشومان چې له پنځو  کلونو څخه ښکته عمرونه لري په  تيره يوه مياشت کې په والګي ناروغي داخته کيدو له امله مړه شوي دي .

 ده ويلى دى دغه ماشومان دهوا دسړښت او دلارو دبنديدو له امله چې خپل ماشومان ددرملنې  لپاره روغتيايي کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو ته وليږدوي مړه شوي دي .

 په داسې حال کې چې په پکتيا ولايت کې دروغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو لپاره  ٣٨ روغتيايي  کلينيکونه شته خو دلارو دتړل کيدو له امله دلري پرتو  سيمو خلکو ونه کړاي شول په خپل وخت خپل ناروغان روغتيايي مرکزونو  ته وليږدوي .

   په دې باب دکليو دبيا جوړولو او پرمختيا رييس رحمت الله سروري وايي دسړکونو دپاکولو لپاره تراوسه پورې دغې ادار ي ته هيڅ ډول تخصيص نه دى ورکړ شوى چې اداري،دلارې په پاکولو کې اقدام کړي واي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته