کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٥ :
د هيواد پخواني جمهور رئيس حامدکرزي نن د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو له پخواني سفير رونالدنيومن سره وکتل.
د پخواني جمهور رئيس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانو او د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په باب خبرې اترې وکړې.