سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا .

بسم الله الرحمن الرحيم

 ګرانو هيوادوالو، درنو خويندو او ورونو!

السلام عليکم و رحمته الله وبرکاته.

 د هرې ورځې په تيريدو سره زموږ دجمهوري رياست او د ولايتي شورا د انتخابات نږدې کيږي. د انتخاباتو د ملي پروسې برى زموږ ټولوملي وظيفه ده . د انتخاباتو پروسه هغه وخت کاميابه کيږي چې ټول هغه هيوادوال چې د رايو ورکولو قانوني سن يې پوره کړى وي؛ په انتخاباتوکې برخه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي او موږ بايد دا خبره هيره نه کړوچې هغه وخت مونږ په انتخاباتوکې برخه اخستى شو  او د خپلې خوښې کانديدته رايه ورکولاى شو چې دثبت په مراکزو کې موخپل نوم ثبت کړى وي او کارت مو اخستي وي .

 ګرانوخويندو ورونو! زموږ ټولو هيوادوالو، خويندو ورونو د تيرو انتخاباتو لپاره کارتونه اخستي دي. که هغه کارتونه درسره وي؛ دوى کولاى شي چې دهمدغو کارتونو له مخې په آينده انتخاباتوکې برخه واخلي. خو که د چا پخوانى کارت ورک شوى وي او يا هغه ځوانان چې د انتخاباتو په وخت اتلس کلن کيږي او يا هم هغه خويندې ورونه چې مهاجر وو او په تيرو څوکلونوکې خپلوکورونو ته هيواد ته بيرته راستانه شوي وي؛ دوى ټول کولاى شي چې خپلوسيموکې دثبت نام مراکزوته ورشي، خپل نوم ثبت کړي، په انتخاباتو کې دګډون کارتونه واخلي او په انتخاباتو کې برخه واخلي او دخپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي او دا ستره ملي وظيفه ترسره کړي او هيواد په رايوورکولو ټينګ کړي. مضبوط يې کړي او آباد يې کړي او انشاالله  آينده ته يې ورسوي.

دجمهوري رياست او د ولايتي شوراوو آينده انتخابات د هيواد د ثبات د لازيات ټينګښت په لاره کې يو بل پياوړى ګام دى او دا ګام بايد موږ ټول په ډير قوت او پرګډه پرمخ واخلو.

 درنو هيوادوالو! په انتخاباتوکې دګډون لپاره دکارت اخيستل او په انتخاباتوکې ضروري ګډون زمونږ ټولو وظيفه ده. دانتخاباتو د چارو تضمين او د انتخاباتو د امنيت نيول د هيواد د انتخاباتو دمستقل کميسيون او امنيتي بنسټونو کار دى. زموږ ټول مسوول موسسات خپل کارونه پرمخ بيايي او اميد دى چې د څښتن تعالى په فضل د انتخاباتو تر ورځې هرڅه آماده وي او زموږ خلک به په ډاډه زړه او اطمينان سره په انتخاباتوکې برخه واخلي .

 په پاى کې په تاکيد بيا ټولو هيوادوالو ته يادونه کوم چې د انتخاباتو دګډون کارتونه واخلي؛ د ثبت نام مرکزونو ته ورشي؛ نومونه ثبت کړي؛ خپل کارتونه واخلي اومحفوظ يې درسره وساتي. د انتخاباتو په ورځ نارينه اوښځې ټول ځوانان او سپين ږيرې د دې خاورې بچيان راووځي او دخپل خوښې کانديد ته رايه ورکړي او د وطن ستنې په دې توګه ټينګې کړي، پياوړى کړي او خپله خاوره اوولس دترقۍ او خوشحالۍ خواته پرمخ هدايت کړي .

  خداى موکاميابه  لره .خداى مو لوى لره. د انتخاباتو کارت هير نه کړئ. دا قوت دى. که دا قوت ستاسو هريوه سره وي؛ نوستاسو به په افغانستان کې واکمن ياست او د دې قوت نه به استفاده کوئ. که د انتخاباتوکارت درسره نه وي؛ دا دا مانا چې واک درسره نشته او بې واکه انسان، بې وزله انسان وى. نو له هر راز ځان د بې وزلۍ وساتئ. کارتونه واخلئ او خپل واک ترلاسه کړئ او په خپل قوت خپل آينده حکومت رييس جمهور او نظام وټاکئ اومملکت ټينګ کړئ. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته