سیاستخبرونهTOP

ژاوشینګ: چین غواړي، چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې اړیکې لا پیاوړې کړي

کابل، د غوايي۱۱مه، باختر 

په افغانستان کې د چین سفیر ژاوشینګ د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د چین او افغانستان اړیکې د دوو دوستو او تاریخي ګاونډیانو په توګه ستایلې او ویلي یې دي، چې اوسمهال دا اړیکې په ښه حالت کې قرار لري، چې کولای شو هغه د سیمې په کچه بېسارې وبولو. 

هغه زیاته کړه، د چین دولت په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د دې اړیکو د لاپراختیا غوښتونکی دی.

د افغانستان لپاره د چین سفیر همدارنګه وویل چې هیواد یې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د زده کړو لنډمهالې دورې برابروي.

 ژاوشینګ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د چینایي پانګوالو د لېوالتیا یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په مناسب وضعیت کې دي او چینایي سوداګر او پانګوال مایل دي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي همدارنګه د افغانستان له سېلاب ځپلیو سره د چین د سل زره ډالرو مرستې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دا مرستې به ژر د اړوندو مسوولینو لاسونو ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې او ويې ویل، د افغانستان او چین اړیکې د تاریخ په اوږدو کې دوستانه، کلکې او نه شلېدونکې وې او اسلامي امارت په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د دې اړیکو د لاپیاوړتیا غوښتونکی دی.

 د ریاست الوزراء اداري مرستیال په نړیوالو ټولنو لکه د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په اړه د چین دریځ د دې هېواد د مشرتابه د سمو سیاستونو پایله وبلله او ويې ویل چې اسلامي امارت د دې دریځ په قدرداني د واحد چین د پالیسي او د دې هیواد د اقتصادي پروژو لکه یو کمربند یوې لارې ملاتړ کوي. 

حنفي همدارنګه وویل چې افغانستان د بېساري کانونو او زېرمو لرونکی دی ا و دا د چینایي شرکتونو او پانګوالو لپاره ښه فرصت دی، چې د دې زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت د هر ډول پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي.

 هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت له نړۍ په ځانګړي ډول د چین ولسي جمهوریت سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او هیچاته د ګاونډیو، سیمې او له سیمې اخوا هېوادونو د امنیت په ضد د افغانستان له خاورې څخه د استفادې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو څخه هم غواړي چې د متقابل درناوي په اساس له افغانستان سره چلند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته