سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کارګر او ولور؛ د مې لومړۍ نېټه د کارګر له نړیوالې ورځې سره برابره ده

کابل، د غوايي ۱۲ مه، باختر

تبصره

د مې لومړۍ نېټه چې د کارګر له نړیوالې ورځې سره برابره ده، نړیوال دغه ورځ په داسې مهال نمانځي چې همدا اوس میلیونونه کسان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، د درانه او یا هم د لږ معاش او مزد په بدل کې په کار بوخت دي.

ډېری هېوادونو کې د کار مالکان له خپلو کارګرانو څخه داسې استفاده کوي، چې ان د مرګ سبب یې ګرځي او دغه ډول کارونه د ډېرو کمو پیسو په بدل کې ترسره کېږي.

ځینو هېوادونو کې بیا کارګر د دې له امله تر فشار لاندې دي، چې مزد او معاش یې پر وخت او یا هم پوره نه ورکول کېږي او یا هم د ترلاسه کولو په وخت کې له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

د نړۍ په ځینو برخو کې بیا کارګر د زړه له تله د خپل کار په واسطه خپلو خلکو او خاورې ته خدمت نه شي کولی او دلیل یې دا دی، چې نیم کاري عمر یې له دندې د ګوښه کېدو په وېره کې تېرېږي.

 داسې هېوادونه هم شته، چې د یو شخص عاید ته په کتو په کې مصارف څو چنده ډېر دي، د مثال په توګه د یو کاریګر میاشتېنی عاید به ۲ سوه ډالر، خو د واده لګښت به یې ۲۰ څخه تر ۲۵ زره ډالرو پورې وي، چې دا ډېر جالب او له درک څخه لرې خبره ده.

د کار دغه قوانین کډوالۍ ته لاره هواروي او همدارنګه په ټولنه کې نورې ناخوالې لکه غلا، اخلاقي او اداري فساد او نورې بدبختۍ رامنځته کوي، هر هېواد کې حاکم نظامونه باید د کار قانون اصلاح او د کاریګرو حقوق تضمین کړي، ترڅو پورته ذکرشویو بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شي. 

دغه راز هېوادونو ته پکار ده، چې پر کاریګرو فشار له منځه یوسي او داسې قوانین رامنځته کړي، چې کارګران په کې د امن احساس وکړي او نور داسې فکر و نه کړي، چې ګواکې کاري مشر به یې د خپلو خپلوانو او ملګرو د ځای پرځای کولو په موخه له دندې لرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته