کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٣ :
په سرپل ولايت تېره شپه د طالبانو د بريد له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې :
طالبانو له دريو استقامتونوڅخه دسرپل ولايت په مرکز بريد وکړ چې د استوګنې په يوه کور د طالبانو د هاوان د ماين د لګيدو له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى، خو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى او له سيمې څخه وتښتيدل.
ده زياته کړه: امنيتي ځواکونو تيارى نيولى دى چې په نږدې راتلوونکو ورځوکې په دغه سيمه کې عمليات پيل کړي.
4 د یوې دقیقې څخه لږ