کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام.
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ پخوانى علمي
غړى دوکتور خواجه الدين صديقي د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فانى نړۍ
څخه سترګې پټې کړيې دي .
انالله وانا اليه راجعون .
ارواښاد دوکتور خواجه الدين صديقي ترلوړو تحصيلاتو وروسته دافغانستان دعلومو اکاډمۍ علمي غړى و او په وروستيو کلونو کې دپکتيا ولايت ديوسپين ږيرې په توګه دخلکو په خير ښيګڼه بوخت و . د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو ، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړيو او دپکتيا ولايت خلکوته وړاندې کوم .
الله تعالي دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .
1 1 دقیقه لوستل