کابل، د غوایی ۱۰ مه، باختر
د کندز، بدخشان او لوګر سیمه ییزو مسوولینو په دغو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.
د کندز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي شفیق الله جواد باخترآژانس ته ویلي، چې د یاد ولایت د آقتاش ولسوالۍ په جمعه خان، پاینده محمد، ملاخېلو او یوشمېر نورو کلیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو شاوخوا ۳۰۰ کورونه، له ۱۵۰۰ څخه تر۲۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې او یوکس شهید شوی دی.
په ورته وخت کې د لوګر د آزرې ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو څه باندې ۹۰ کورونه، شاوخوا ۱۸۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ او نږدې ۲۰ څاروي له منځه تللي دي.
د چارواکو په وینا د یاد ولایت د ازرې ولسوالۍ یوشمېر سیمو له تېرې شپې څخه تراوسه پورې د واورو د اورښت شاهد دی.
دغه راز په بدخشان کې هم د پرله پسې اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو ۵ کورونه ویجاړ او ۳۰ څاروي له منځه تللي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، چې د یاد ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په غنغرکلي کې د یوې تپې د نړېدو له امله د خلکو ۵ کورونه ویجاړ او ۳۰ پسونه او وزې له منځه تللې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ولایت کې له یوې اوونۍ راهیسې اورښتونه دوام لري او مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.