امنیت

د بګرام په هوايي ډګر د بريد مخه ونيول شوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د کاپيسا پوليسو تېر ماښام د بګرام په هوايي ډګر د توپ د يوې ډزې مخه ونيوله.
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو يوه دوه اتيا ملي متري توپ د کاپيسا ولايت په مرکز پورې اړوند ده بابي سيمه کې ډزو ته چمتو کړى و او دبګرام په هوايي ډګر يې د ډزې نيت درلود چې دسيمې دخلکو او دپوليسو دمنسوبينوله خوا دغه پلان شنډ شو.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو څه موده مخکې هم له همدې ساحې څخه د بګرام په هوايي ډګر بريدکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته