فرهنګ

د نړيوال سمپوزيم د جوړولو د کميسيون لومړۍ غونډه جوړه شوه

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢ :
د علي شير نوايي د نړيوال سمپوزيم د جوړولو د تيارى د کميسيون لومړۍ غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست سيدمصدق خليلي په مشرۍ او د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د مقام د دفتر د مرستيال همايون خيري او د کميسيون د نورو غړو په ګډون جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني د يو فرمان په صادرولوسره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په مشرۍ او د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د دفتر، دکورنيو چارو، بهرنيو چارو، ماليې او د لوړو زده کړو د وزارتونو او د افغانستان دعلومو اکاډمۍ د لوى رياست د استازو په ګډون يوکميسيون موظف کړ چې  پوه او شاعر امير الکلام نظام الدين علي شير نوايي د زيږيدنې د ٥٧٤ کاليزې په مناسبت د نړيوال سمپوزيم د جوړولوچارې ترسره کړي.
د دغه کميسيون په لومړۍ غونډه کې په لا زيات پرتم سره ددغه سمپوزيم د جوړولو او د هغو مقالو په باب خبرې وشوې چې لوستل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ و زارت سرپرست  سيدمصدق خليلي په خبروکې وويل: کال په کال دغه وزارت د هېواد د سياسي، ادبي او فرهنګي شخصيتونو په باره کې علمي _ څيړنيز سيمينارونه جوړکړي دي او تيرې تجربې کولاى شي ددغه سمپوزيم په  جوړولوکې ګټور وي.
په دې غونډه کې دموظفو بنسټونو استازو په بېلابېلو برخوکې خپله همکاري طرحه کړه او هريوه يې په دې برخه کې مشخصې دندې په غاړه واخيستې.
پريکړه وشوه چې د را روانې چهارشنبې په ورځ دې دکميسيون غړي خپلې مشخصې طرحې په هغې پراخه غونډه کې وړاندې کړي چې د علومو اکاډمۍ پوهاند او غړي او پوهنتونونو استادان به پکې ګډون وکړي .
ټاکل شوې ده دکميسيون راتلووکې غونډه په روانه اوونۍ کې جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته