امنیت

دقندهار دعامې روغتيا په رييس څلورو يرغلګرو ته داعدام حکم .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دقندهار ښارى محکمې څلور تنه ددغه ولايت دعامې روغتيا په رييس د بريد په جرم په اعدام محکوم کړل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دمحکمې په علنى غونډه کې اعدام وشو کافى سندونه او شواهد ښيي چې دغو څلورو تنو د روان کال دثور دمياشتې په اوومه نيټه دقندهار ولايت دعامې روغتيا د رييس عبدالقيوم پخلا دوژلو په مقصد په ده باندې بريد وکړ او پخلا په دې پيښه کې ټپي شو.
په عبدالقيوم پخلا دقندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کې دثور دمياشتې په اتمه نيټه ماښام کله چې له دفتر څخه کورته روان و دوسله والو موټر سايکل سپرو له خوا بريد وشو .
دقندهار دښارى محکمې د رييس د څرګندونو له مخې په خالد مشهور شاه ولي احسان ،ذبير او ياقوت هغه څلور تنه دي چې ددغه بريد په اړوند نن دقندهار دښارى محکمې له خوا مجرم وپيژندل شول او دمحکمې قاضي هغوى په سخته سزا محکوم کړل .
دمحکمې قاضي اعلام وکړ چې دغه حکم وروستى حکم نه دى او مجرمين کولاي شي داستيناف غوښتنه وکړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته