سیاست

تبصره

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دافغانانو په رهبري  دسولې له بهير سره د هند او ازبکستان  ملاتړ ، د دې څرګندوى دى چې د سيمې هېوادونه دافغانستان په اړوند د يوې سيمه ېيزې اجماع رامنځته کيدل د اوسني بحران دحل لاره بولي .
د باختراژانس مفسر ليکي ، دازبکستان جمهور رېيس شوکت مير ضيايوف  نوي ډيلي ته په سفر او د هند د صدراعظم نرندرا مودي په ګډون د دغه هېواد له مقاماتو سره په کتنه کې  په افغانستان کې د اوسنۍ شخړې په باب خبرې وکړې او دواړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې له هڅو او د بين الافغاني  خبرو له بهير سره  خپل ملاتړ اعلام کړ او ټينګار يې وکړ چې جګړه دافغانستان د قضيې دحل  لاره نه ده او دې ته اړتيا ده چې د سيمې هېوادونه په افغانستان کې د جګړې د بندولو لپاره  د سياسي حل يوه  لاره پيداکړي .
په افغانستان کې د سولې  د خبرو له بهير سره د هند او ازبکستان ملاتړ او د سيمې د هېوادونو له لوري د سياسي حل د يوې لارې د موندلو لپاره د هغوى ټينګار د دې څرګندوى دى چې د سيمې او له سيمې څخه  بهر هېوادونه او نړۍ دې ټکي ته رسيدلي دي چې د افغانستان شخړه زيات بهرني عوامل لري او دا بهرنيان دي چې د افغانستان  په قضيه کې ښکيل دي آن په دغه هېواد کې د جګړې په کمښت  او ياپراختيا کې رول لري.
اوس  په دې تريخ حقيقت اعتراف کېږي  چې يوشمېر ټاکلو بهرنيو هېوادونو په افغانستان کې سخته نيابتي جګړه پيل کړې ده د افغانستان په جغرافيا کې له روسيې  او چين سره د امريکا سيالۍ او يا هم د افغانستان په ډګر کې د خليج  دحوزې له هېوادونوسره د ايران سيالۍ او يا هم د افغانستان په برخه کې د پاکستان تخيل ، دغه هېواد نه يواځې  دافغانانو لپاره په خطرناک ځاى بدل کړى دى بلکې په افغانستان کې د بحران دوام نور هېوادونه په تېره بيا د افغانستان دوديز دوستان زيانمن کړي دي .
نن چې اقتصاد په نړيوالو اړيکو کې لومړۍ خبره ده خو د سيمې هېوادونو په افغانستان کې دجګړې د دوام په دليل زياتره اقتصادي فرصتونه له لاسه ورکړي دي او په دې نه دي بريالي شوي له بې وزلى ، تنګسيا ، وزګارتيا  اوله نورو مواردو سره چې کولاى شي  په دغو هېوادونو کې ټولنه او اقتصاد زيانمن کړي مقابله وکړي .
لکه  څنګه چې د ازبکستان  جمهور رييس په خپله وايي چې د سيمې هېوادونو په افغانستان کې له روانې جګړې  څخه زيات زيانونه ليدلي  دي او اوس هم ډار اچوونکي فعاليتونه ، نشه يي توکي او سازمان موندلي جنايتونه  د سيمې  د خلکو د سوکالۍ او امنيت په وړاندې يو باالقوه ګواښ دى اوکه چيرې په افغانستان کې  سوله واکمنه شي دغه ګواښونه له منځه ځي .
  سره له دې چې دافغانستان دوديز دوستان د دغه هيواد په برخه کې سم درک اومثبت اوفعال نيت لري او د دغه هېواد د شخړې دحل کولو لپاره په طرحې او پروګرام سره عمل کوي داسې هېوادونه هم شته چې خپلې ګټې په افغانستان کې دکړکيچ  په دوام کې ويني او په دې ترتيب ټاکلې او تعريف شوې سياسي ،استخباراتي  او اقتصادي موخې تعقيبوي.
له شک پرته د دغه حالت له دوام څخه به زيات هغه هېوادونه چې په افغانستان کې په نيابتي جګړې بوخت دي گته پورته کړي خو په سيمه کې جدي  او دوامدار  محروميتونه به هماغه شان پاتې شي .
په ډاګه  بايد ووايو چې په سيمه کې حالت ګډوډ او له کنترول څخه وتلى دي  هم دافغانستان خلکو او دولت او هم په سيمه کې د دغه هېواد دوديزو دوستانو هند ، ازپکستاناو تاجکستان ته لازمه ده چې دکلکو ژمنو او د سياست په هنر سره له دغو شخړو څخه دوتلو لاره ولټوي .
دانديښنې  څرګندول او تشريفاتي خبرې دحل لاره نه ده د دغو هېوادونو ترمنځ ديوې قوي اجماع رامنځته کيدل کولاى شي نور په ځان پسې راوکاږي آن هغه کسان چې دافغانستان دقضيې  دسياسي حل مخالف دي خو په ښکاره دهمکارۍ خبرې کوي .
هغه وخت کولاى شو په سيمه کې دهمکارۍ او همغږي خبرې وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته