کابل – باختر دکب دمياشتې ١
يو ملکي وګړى په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
دغه پيښه پرون ناوخته د نوزاد ولسوالۍ بازارته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې ملکي وګړي له سيمې څخه تيريدل .
د هلمند دپوليسو ويندوى عبد الصمد چوپان باختر آژانس ته وويل : چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى ووژل شو.
ده طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره هڅې پيل شوي دي .
دسيمې اوسيدونکي وايي چې ددغې چاودنې قرباني يو ځوان دوکاندار و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ