سیاستخبرونهفرهنګTOP

خیرخواه: د راستنېدونکو خدمت کول زموږ ديني او ملي مسووليت دی

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې عمومي مسوول ملا خيرالله خيرخواه د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې د راستنېدونکو د بېلابېلو کمېټو له مسوولينو او استازو سره په ليدنه کې وویل چې د راستنېدونکو خدمت کول زموږ ديني او ملي مسووليت دی.

ملا خيرالله خيرخواه د یادې کتنې پرمهال د بېلابېلو کمېټو د کارونو ستاينه وکړه او په ځینو برخو کې یې ورته اړينې سپارښتنې وکړې.

خيرخواه هلته د مېشتو بېلابېلو کورنيو او بهرنيو مؤسسو خدمتونو او فعاليتونو څخه د لیدنې په ترڅ کې هغوی ته د اسلامي امارت په استازيتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ او ترې مننه یې وکړه، چې په مهم وخت کې  خيريه او ګټور فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړي همدارنګه په کمپ کې د مختلفو کمېټو مسئولين او استازي وهڅول او زیاته یې کړه، چې د ديني او ملي مسئوليت له مخې اړ يو، څو د راستنېدونکو خدمت په ښه ډول وکړو او خپل ولس ته مورال ورکړو، تر څو راتلوونکی ژوند په هېواد کې په امن او خوشحالۍ سره تېر کړي.

د يادولو وړ ده، چي تر دې وړاندې د راستنېدونکو ياد کمپ په سپين بولدک کېي و او هلته خدماتي چارې وړاندې کېدلې، خو اوس ياد کمپ تخته پُل ته را انتقال شوی او دلته یې ټول خدماتي کارونه ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته