کابل / دليندي ٥مه / باختر :
٦ وسله وال طالبان پرون مازيګر په بلخ کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باختراژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان په هغه هوايي بريد کې چې دبلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې ددغې ډلې دراټوليدوپه سيمې وشو ، ووژل شول .
هغه زياته کړه: وژل شويو طالبانو غوښتل چې په دغې ولسوالۍ کې دعلم خيلو او مرګين تپې په امنيتي پوستو بريدونه وکړي .
ديوبل خبرله مخې ، امنيتي اودفاعي ځواکونو دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍکې دعملياتو په بهير کې په لسګونو ماينونه کشف اوشنډ کړل .
ختم_ ج _ اکرم