کابل / د زمري ٣١مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو سرګروپ پرون مازيګر په ميدان وردګو کې ووژل شو.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند نن باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو سرګروپ قاري خالد د نرخ ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر امنيتي پوستو د بريد په وخت کې ووژل شو.
مومند زياته کړه: په پېښه کې د وسله والو طالبانو دغه سيمه ييز سرګروپ ووژل شو او دوه ملګري يې ټپيان شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ