امنیت

شپږ طالبان په بلخ کې ووژل شول .

کابل / دليندي ٥مه / باختر :
٦ وسله وال طالبان پرون مازيګر  په بلخ کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند  محمدحنيف رضايي  باختراژانس ته وويل: دغه وسله  وال طالبان په هغه هوايي بريد کې  چې دبلخ ولايت  دبلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې  ددغې ډلې  دراټوليدوپه  سيمې وشو ، ووژل شول .
هغه زياته کړه: وژل شويو طالبانو غوښتل  چې په دغې ولسوالۍ کې دعلم خيلو او مرګين تپې  په امنيتي پوستو بريدونه وکړي .
ديوبل خبرله مخې ،  امنيتي اودفاعي ځواکونو دبلخ ولايت  په بلخ ولسوالۍکې  دعملياتو په بهير کې  په لسګونو ماينونه کشف اوشنډ کړل .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته