کابل باختر د مرغومي شلمه :
په بغلان ولايت کې په نفتي توکو بار دوه ټانکرونه تېره شپه د وسله والو طالبانو له منګولوڅخه وژغورل شول .
د بغلان ولايت يوه امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت امنيتي منسوبانو د نفتي توکو دوه ټانکرونه چې وسله والو طالبانو غوښتل هغه له ځان سره ولېږدوي ، دبغلان ولايت دخواجه الوان په دښته کې د هغوى له منګولو څخه وژغورل .
دغه پيښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې وسله والوطالبانو دنفتي توکو دغه دوه ټانکرونه چې له سمنګانو څخه دپلخمري په لور روان و له ځان سره لېږدول خو دامنيتي منسوبانوپه رسيدو سره له يوې نښتې وروسته وسله وال طالبان له ساحې څخه وتښتيدل او ټانکرونه د هغو له چلوونکو سره وژغورل شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل