نړۍ

په بلجيم کې دميشتو افغان پنا غوښتونکو مظاهرو مثبته نتيجه ورکړه.

بروکسل نړيوالۍخبري منابع باختر دمرغومې دمياشتې ٣
په بلجيم کې دافغانانو اعتراض مثبته نتيجه ورکړه  او دوى ته نن وخت ورکړاى شو چې ددغه هيواد دمهاجرينو دچارو له  وزير  سره وګوري.
دغوپناغوښتوونکود ساړه ژمي يوه شپه په کمپ کې تيره کړه او د دوى غوښتنه دبلجيم له صدراعظم سره کتنه  وه چې افغانان له دغه هيواد څخه ونه شړي .
دبلجيم دمونس ښارهوا ډيره سړه وه خو دغه سړښت لسګونو تنوافغان
پناغوښتوونکو ته کوم ارزښت نه درلود .
پرون مازيګر دوى ته دبلجيم له مقاماتو سره دکتنې  ژمنه شوې ده او ټاکل شوې ده چې نن له يوزيات شمير دغو افغانانو سره مرکې وشي .
په سلګونو تنو افغانانو دشنبې له ورځې راپه دې خوا په پلي توګه دسلګونو کيلومترو واټن په وهلو سره ځان دمونس ښارته ورساوه چې د بلجيم له صدراعظم اليودى روپو  سره وګوري ، په همدې حال کې دى رو پو دمونس ښاروال هم دى .
دمونس ښاروالۍ سرپرست نيکولاز مارتي خبريالانوته وويل :  ده د دوشنبې په ورځ نږدې يو سلو پنځوس تنه افغانان دې ته وهڅول چې دخپلو سوله ييزو اعتراضونو له ساحې څخه  لاړ شي.
دمارتي دڅرګندونو له مخې : دغو افغانانو ته په بروکسيل ښارکې دبلجيم دمهاجرت او دپناه غوښتنې دپاليسي دچارو له وزير مګي دي بلاک سره دکتنې زمينه برابره شوې ده  .
نيکولاز ماتې دغه راز  زياته کړه  په دې کتنه کې چې نن به  وشي دبلجيم صدراعظم ګډون کوي  .
ويل کيږي چې نږدې دوه سوه تنه افغانان همدا اوس په بلجيم کې په بې سرنوشتې کې شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته