کابل باختر د مرغومي لسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په بدخشان ولايت کې دخنجر – ٢١ پوځي عملياتو په دوام کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه پوځي عمليات ددغه ولايت دتشکان ولسوالۍ ديوستان ، غوري سنګ او دکشوي په کليو کې ترسره شول چې تراوسه پورې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
ده وويل په دغو عملياتو کې ددښمن يوه زياته اندازه جنګي وسايل دامنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او عمليات دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم