کابل، د غوايي ۱۱مه، باختر
امنیتي سرچینو د هرات ولایت په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د ډزو له کبله ۷ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې پېښه د یاد ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په یاده سیمه کې یوه ناپېژانده کس د جومات پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، چې له کبله یې ۶ تنه شهیدان او یو بل ټپي شو.
قانع زیاته کړې، چې د دغې پېښې نور جزئيات به تر څېړنو وروسته له رسنیو سره شریک شي.