سیاست

په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو داستازو لست په مشورتي لويه جرګه کې دګډون په خاطر بشپړشو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥:
دمشورتي  لويې جرګې  دجوړولو لپاره دتياري دکميسيون غونډه نن  دمشورتي لويې جرګې دجوړولو  دکميسيون درييس پروفيسرصبغت الله مجددي په مشرۍ دکابل په پوليتخنيک کې دجرګو په تالارکې  جوړه شوه او  په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو داستازو لست  تائيد شو.
دمشورتي لويې جرګې دجوړولو دکميسيون يو خبر ځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ
په پيل کې   دمشورتي لويې جرګې دجوړولو لپاره دتياري د کميسيون رييس ، مرستيالانو او غړو  د١٣٦٨  کال دلړم دمياشتې  د١٥ نيټې دپيښې يادونه وکړه   چې دهيواد دملي شورا  دولسي جرګې  دپنځلسمې دورې دشپږو تنو  وکيلانو  دشهادت سبب شو. او ددغو شهيدانو پاک روح ته يې دعا وکړه   دوي او دهيواد  نورو شهيدانو ته دالله  (ج) له دربار څخه دفردوس جنت هيله وکړه .
له اجنداسره سم دمشورتي لويې جرګې دجوړولو لپاره دتياري دکميسيون  ددارلانشا رييس صادق مدبر دقندهار ولايت  ، په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو  او دحقوق پوهانو دکانديدانو لست  په مشورتي لويې جرګې کې دغړيتوب لپاره غونډې ته طرحه  چې د کميسيون دغړو له خوا له خبرو وروسته  په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو دکانديدانولست تائيد اودمشورتي لويې جرګې دجوړولو لپاره دتياري دکميسيون دارلانشا موظفه شوه  چې دغه لست بشپړ او داړونده طرزالعمل دحکمونوپه پام کي نيولوسره يې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس ته وړاندې کړي  .
په همدې ترتيب د کميسيون دارلانشا موظفه شوه  چې دقندهار ولايت دکانديدانو لست   دکميسيون دمرستيال  محترم سناتور شيرمحمدآخند زاده ، په ولسي جرګه کې دقندهار دخلکو د وکيل اود کميسيون دغړي محترم ملا سيدمحمد آخند سره په تفاهم کې  د  کميسيون دغړو دنظريو په پام کې نيولو سره  او  دحقوق پوهانو دکټګورۍ  دکانديدانو لست دغونډې دتذکر له مخې تصحيح او دکميسيون راتلوونکي غونډې ته يې وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته