امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په خپل منځي جګړه کې ووژل شول

کابل  باختر  د تلې اوومه
د وسله والو طالبانو په خپلمنځي جګړه کې په بدخشان ولايت کې پرون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ۲۰۹شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایی د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه نښته د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د غرمي په کلي کې د وسله والو طالبانو د دوو مشهورو قوماندانانو قاري مطیع الله او قاري عاشور د افرادو ترمنځ وشوه چې له امله یې اووه تنه ووژل شول.
د قاري حزب الله په ګډون ټول وژل شوي کسان د قاري مطیع الله افراد دي .
پاى – سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته