امنیت

دکندزله تعليمي مرکزڅخه دځوانو پوليسانو فراغت

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

په کندز کې دسيمه ييزو پوليسو په ليکو کې يو سلو اولس تنه نويوجذب شويو ځوانانو پوځي زده کړي وکړي .

دغو ځوانانو دافغان او بهرنيوښوونکو له خوا له خلکوسره  دکړو وړو دلارو چارو ، پلټنې ، له تروريستانو  سره دجګړي ، له پيښواومجرمينو سره دچلند اودامنيت دتامنيولو په برخو کې زده کړي دي .

دکندزولايت دپوليسو دتعليمي مرکز مسوول سمونوال زبردست باختراژانس  ته وويل چې دغه ځوانان دامنيت دتامينولو لپاره ددغه ولايت په بيلابيلو  سيمو کې ګومارل کېږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته