لښکر ګاه باختر د وږي ۱۴ مه
د هلمند ولایت په نادعلي، مارجې او نهر سراج ولسوالیوکې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د وژل شویو په ډله کې دوه تنه طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.
ویل کېږي چې په ترسره شویو عملیاتوکې افغان ځوکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ