سیاست

نوماندان دباور درايې دترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شول

کابل باختر د وږي دمياشتې  پنځه ويشتمه :
دجمهوري رياست دويم  مرستيال محمد کريم خليلي دکورنيو چارو  اودسرحدونو دچارو دوزارتونو  نوماندان ، دسترې محکمې يو غړى او داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون دوه تنه غړي دباور درايې دترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپيژندل .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دجمهوري رياست دويم مرستيال په خپلو خبرو کې يوځل بيا دجمهوري رياست دانتخاباتو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دانتخاباتوم له ترسره کولو پرته بل انتخاب شتون نلري.
ده دغه راز له مخالفينو سره دخبروپه باره کې وويل  چې تير ارزښتونه  نه قرباني کيږي .
ورووسته  دنوماندانو لنډ ژوند ليکونه په پارلماني چارو کې ددولت دوزير ډاکتر همايون عزيز له خوا ولوستل  شول.
دخبرتفصيل وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته