اسعد اباد باختر د زمري ۷ مه
د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې دوو تنو داعشیانو د حقیقت په درک کولو سره خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او د سولې له بهیر سره یوځای شول.
د ۲۰۱ سیلاب قول ارد ویاند شېر اغا فقیري د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغو داعشیانو د چپې درې ولسوالۍ په چمبرک سیمه کې د ورانکاري فعالیتونه ترسره کول خو د حقیقت په درک کولو سره یې خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې.
سرچینه زیاتوي چې دغه دوه تنه په یاده سیمه کې له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره یوځای د عامه نظم ځواکونو ته تسلیم شوي دي.پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ